افغانستان سویلي آسیا

هند او ایران د چابهار بندر د کارولو او پراختیا لس کلن تړون لاسلیک کړ

هند او ایران له چابهار بندر څخه د استفادې، مدیریت او پراختیا لس کلن تړون لاسلیک کړ.

د رویټرز خبري اژانس د راپور له مخې، دغه تړون د هند د بېړۍ چلونې وزارت د وزیر سربانادا سونوال او د ایران د سړکونو او ښار جوړونې د وزیر مهرداد بذرپاش ترمنځ په تهران کې لاسلیک شو.

هندي رسنیو ویلي، چې د دغه تړون د لاسلیکولو موخه په چابهار بندر کې د دغه هېواد پانګونه او د پاکستان له بندرونو تېرېدل دي.

د دغو رسنیو د راپورونو پر بنسټ، د دغه تړون په لاسلیک سره هند کولای شي له افغانستان سره مستقیم لارسرسى ولري او هم د منځنۍ اسیا له هېوادونو سره خپلې سوداګریزې اړیکې پراخې کړي.

د هند دبېړۍ چلونې وزارت وزیر وویل: «د دغه تړون لاسلیکول به د چابهار بندر په وضعیت ډیر اغیز ولري. چابهار نه یوازې هند ته د ایران تر ټولو نږدې بندر دی؛ بلکې د سمندر له نظره هم یو ښه بندر دی»

د رویټرز د راپور له مخې، د دواړو هېوادونو په ګډه اعلامیه کې راغلي: «دا لس کلن تړون به د ایران او هند دوه اړخیزې اړیکې پراخې کړي او په ورته وخت کې  به د سوداګرو او سیمه ییزو سوداګریزو شرکتونو ترمنځ باور پیاوړی کړي.»

د هند او ایران هیوادونو دا هم ویلي، چې  د شمال-جنوب دهلیزنړيوالې ټرانسپورټي هوکړې موخې، د ایران-هند-افغانستان درې اړخیز ټرانزیټي هوکړه ليک د چابهار بندر په محوريت، او د مرکزي اسيا په سیمه کې د ایران او هند ترمنځ د څو اړخیزو ترانزیتي همکاریو پراختیا ده.

دا په داسې حال کې ده، چې هند په ۲۰۱۳ کال کې د چابهار بندر د پراختیا لپاره د ۱۰۰ میلیونو ډالرو پانګونې ژمنه کړې وه؛ خو په ۲۰۱۶ کال کې تهران ته د هند د لومړي وزیر نریندرا مودي له سفر وروسته په دغه بندر کې د دواړو هېوادونو ترمنځ ګډه همکاري رامنځته شوه.