افغانستان

سرچینې: د بدخشان ارګو ولسوالۍ اوسېدونکو یو ځل بیا د طالبانو پر ضد لاریون پيل کړ

د هېواد په شمال ختیځ کې په بدخشان ولایت کې دوو سرچینو آمو ته وویل، چې د ارګو ولسوالۍ اوسېدونکو نن (دوشنبه د غويي ٢٤مه) یو ځل بیا د طالبانو پر ضد لاریون وکړ.

سرچينې وايي، چې دغه لاريون د طالبانو له خوا د «تاوتريخوالي»په کارولو سره ودرول شو.

دا په داسې حال کې ده، چې شاوخوا دوه اونۍ وړاندې هم د ارګو د اوسېدونکو د لاريون په ترڅ کې د دې ولسوالۍ يو اوسېدونکی د طالبانو په ډزو کې وژل شوی و. د سرچينو د معلوماتو پر بنسټ، په دې ولسوالۍ کې د لاريون پر مهال د طالبانو په ډزو کې د درايم ولسوالۍ يو اوسېدونکى هم وژل شوى و.

په درایم او ارګو کې د ولسي پاڅونونو له پای ته رسېدو وروسته طالبانو د بدخشان دغو دوو سیمو ته خپل نور ځواکونه ولېږل او اعلان یې وکړ چې د کوکنارو د کښت د له منځه وړلو کمپاین ته دوام ورکوي.