افغانستان نړۍ

د اسلامي نړۍ د عالمانو مشورتي غونډه په استانبول کې پیل شوه

د اسلامي نړۍ د عالمانو مشورتي غونډه نن دوشنبه (د غويي ۲۴مه) د ترکیې په استانبول ښار کې پیل شوه او ټاکل شوې چې دوه ورځې به دوام وکړي.

په دې غونډه کې د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان په خپله لومړنۍ وینا کې د وروستیو سیلابونو او د هغو په پايله کې رامنځته شويو زيانونو له امله د افغانستان له خلکو سره خپله خواخوږي څرګنده کړه.

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې په دې غونډه کې د طالبانو د حج او اوقافو وزارت سرپرست نور محمد ثاقب هم ګډون کړی دى.

طالبان وايي چې نور محمد ثاقب له رجب طیب اردوغان سره هم لیدلي او په دې لیدنه کې یې ویلي چې له ترکیې سره د «ښو اړیکو غوښتونکي» دي.

د ترکیې حکومت له دغه طالب چارواکي سره د ښاغلي اردوغان د لیدنې په اړه څه نه دي ویلي.

په دې غونډه کې د پنځوسو اسلامي هېوادونو استازو ګډون کړی، چې د اسلامي هېوادونو د ننګونو په اړه به خبرې وکړې.