افغانستان

«په افغانستان کې خبریالان د طالبانو له پراخو بریدونو سره مخ دي»

د خبريالانو نړيوال فدراسيون په پروان کې د طالبانو له خوا د طالبانو تر ادارې لاندې د ملي تلويزيون د خبريال د نيولو په غبرګون کې په يوه اعلاميه کې ويلي، چې په افغانستان کې خبريالان د طالبانو له لوري له پراخو بريدونو سره مخ دي.

دغه فدراسیون په سويلي اسیا کې د رسنيو د ازادۍ په اړه د کلني راپور پر بنسټ هم ویلي، چې د ۲۰۲۳ کال له مى څخه د ۲۰۲۴ کال تر اپریل پورې ۳۷ خبریالان د طالبانو له خوا نیول شوي دي.

د خبريالانو د نړيوال فدراسيون په خبرپاڼه کې راغلي: «د طالبانو له خوا د خبريالانو خپلسري نيول او پر خبريالانو بريدونه په افغانستان کې د سانسور او د خبريالانو د استعفاء لامل شوي دي.»

د خبريالانو نړيوال فدراسيون د خبريالانو د خپلسري نيولو د غندلو ترڅنګ له طالبانو غوښتي چې د رسنيو د کار په اړه دوسيې په رسمي ډول تعقيب کړي، او د رسنيو د کارکوونکو د«خپلسري نيولو»او ځورونې څخه لاس واخلي.

طالبانو د ۲۰۲۱ کال د اګست میاشت کې په افغانستان کې واک ته له رسېدو راهيسې پر رسنیو سخت بندیزونه لګولي او ګڼ شمېر خبریالان یې نیولي او بندیان کړي دي.

د افغانستان د خبريالانو د مرکز د وروستي راپور پر بنسټ، طالبان اوس له خپلواکو رسنيو څخه چې په هېواد کې دننه دي؛ د خپل رژيم لپاره د تبليغاتي وسيلې په توګه کار اخلي او دغه رسنۍ حق نه لري چې د طالبانو د غوښتنو خلاف مطالب خپاره کړي.

طالبانو د رسنيو  سخت سانسور او بنديزونو په دوام تېره میاشت په کابل کې د نور او بریا خصوصي ټلویزیونونو دروازې هم وتړلې.

دا په داسې حال کې ده، چې طالبانو په پروان ولایت کې د دوی تر ادارې لاندې د ملي ټلویزیون خبریال ندا محمد نوري له جلاوطنه افغان رسنیو سره د همکارۍ په تور نیولی و؛ خو درې ورځې وروسته بېرته خوشې کړى دى.