افغانستان

په سرپل کې سېلابونو د دغه ولايت مواصلاتي لارې تړلې دي

په سرپل ولایت کې سېلابونو د دغه ولایت په ځینو برخو کې د تګ راتګ لارې تړلې دي.

د طالبانو تر ادارې لاندې باختر آژانس د سرپل ولايت د طالبانو د والي وياند په حواله خبر ورکړى چې په تېرو دوو ورځو(د غويي٢١ـ٢٢) کې په دغه ولايت کې د سېلابونو د راوتلو له امله په سلګونو جريبه کرنيزې ځمکې او باغونه هم زيانمن شوي دي.

د دغه راپور له مخې د دغه ولايت د کوهستانات ولسوالۍ د څو کليو مواصلاتي لارې چې دغه کلي يې د ولسوالۍ له مرکز سره نښلول هم تړلي دي.

په سرپل ولايت کې د طالبانو سيمه ييز چارواکي وايي چې دغو سېلابونو د سيمې اوسېدونکو ته ډېر مالي زيانونه اړولي دي.

دا په داسې حال کې ده، چې بغلان، تخار، بدخشان، سمنګان، فاریاب، هرات، غور، بادغیس او کندهار ولایتونه په تېرو دوو ورځو کې د سختو سیلابونو شاهدان دي.

د ملګرو ملتونو د تازه شمېرو پر بنسټ، یوازې په بغلان ولایت کې د سېلابونو له امله تر ۳۰۰ ډېر کسان وژل شوي دي.