افغانستان

طالبانو د هېواد په اتو ولایتونو کې د سختو بارانونو او سیلابونو د احتمال خبرداری ورکړی 

د طالبانو د ټرانسپورټ  او هوايي چلند وزارت د هوا پېژندنې ادارې په یوه خبرپاڼه کې د هېواد په اتو ولایتونو کې د سختو بارانونو سره د سېلابونو د راوتلو د احتمال خبرداری ورکړی دی.

د دغه رياست په خبرپاڼه کې راغلي، چې په راتلونکو ٢٤ ساعتونو کې به بدخشان، تخار، بغلان، پنجشير، نورستان، کونړ، لغمان او ننګرهار ولايتونه به د بارانونو او سيلابونو شاهدان  وي.

په دې خبرپاڼه کې په بېلابېلو سيمو کې د اورښت اندازه د ١٥ تر ٢٥ ملي مترو ترمنځ اټکل شوې ده.

دا په داسې حال کې ده، چې تېره ورځ په هېواد کې د سختو بارانونو او سېلابونو له امله له درې سوو ډېر کسان مړه شوي او سلګونه نور ټپيان شوي دي.