افغانستان

د بغلان مرکزي روغتون کې ته د سېلاب قربانیانو د خپلوانو ګڼه ګوڼه

 په بغلان ولایت کې د سېلابونو له امله د وژل شویو او ورک شویو کسانو شمېر زياتېدو سره هم مهاله، د دغو قربانیانو او ورک شويو کسان کورنۍ  او خپلوان ددوى د پيدا کولو لپاره د دغه ولایت د روغتون کې ګڼه ګوڼه جوړه کړې ده.

 په مرکزي بغلان کې دبغلان دعامې روغتيا رييس خالد نوري ددې ولايت اوسېدونکو د اندېښنو په تړاو وايي، چې ددوى ټيمونه ددغه ولايت دسيلابونو دقربانيانو دپيژندلو او دهغوى سپارلو په حال کې دي.

له بلې خوا د طالبانو له طبیعي پېښو سره د مبارزې وزارت وايي چې د دوی د لومړنیو شمېرو له مخې په بغلان، تخار، بدخشان، سمنګان، فاریاب، هرات او غور ولایتونو کې د وروستیو سېلابونو له امله ۸۵ تنه مړه شوي او شاوخوا ۱۰۰ تنه ټپیان شوي دي.

خو د خوړو نړيوال سازمان وايي، چې د دغو سېلابونو له امله يوازې په بغلان ولايت کې تر اوسه له ٣٠٠ ډېر کسان مړه شوي دي.

جانان سايق په یوه ویډیو کې چې آمو ته رسېدلې وايي، چې دغو سېلابونو په ټول هېواد کې شاوخوا سل جریبه کرنیزه ځمکه زیانمنه کړې ده.

خو د ملګرو ملتونو ځینو چارواکو د فرانسې خبري آژانس ته ویلي چې یوازې په بغلان ولایت کې تر يوزرو۵۰۰ ډېر د استوګنې کورونه زيانمن او یا هم ویجاړ شوي دي.

په ورته وخت کې د تخار ولایت په ځینو برخو کې سیلابونو تر ۲۰ څخه د زیاتو کسان ژوند اخيستى دى.