افغانستان

عزیزي بنسټ په افغانستان کې له سیلاب ځپلو سره پنځوس میلیونه افغانۍ مرسته کوي

د هېواد مشهور سوداګر او د عزیزي بانک څښتن میرویس عزيزي پر اېکس ویلي، چې په افغانستان کې د وروستیو سیلابونو له قربانیانو سره به ۵۰ میلیونه افغانۍ مرسته وکړي.

ښاغلي عزيزي د ​​دغو سېلابونو له امله پر اوښتو زيانونو خواشيني څرګنده کړې او  ويلي يې دي، چې د عزيزي بنسټ له لارې به «مستحقو» اړمنو کسانو ته بشري مرستې ورسوي.

تر دې مخکې د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي او په تېر حکومت کې د مصالحې د عالي شورا رییس عبدالله عبدالله هم د اېکس ټولنیزې شبکې له لارې له سوداګرو او ملاتړو بنسټونو غوښتنه کړې وه؛  ترڅو د دغو سېلاب ځپلو سره مرستې وکړي.

دا په داسې حال کې ده چې د ملګرو ملتونو د شمېرو له مخې یوازې په بغلان ولایت کې د سېلابونو له امله تر ۳۰۰ ډېر کسان مړه شوي دي.

په هرات، تخار او یو شمېر نورو ولایتونو کې هم سېلابونو ډېر ځاني او مالي زیانونه اړولي دي.