افغانستان

ملګري ملتونه: په افغانستان کې وروستیو سیلابونو له ۲۰۰ ډېرو کسانو ژوند واخيست 

د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ د فرانسې خبري آژانس ته ویلي، چې په افغانستان کې پرون (جمعه، غويي٢١ ) د سختو بارانونو او سېلابونو له امله؛ په ځانګړې توګه په بغلان ولایت کې تر ۲۰۰ زیات کسان مړه شوي او زرګونه کورونه ویجاړ شوي دي.

دغه خبری آژانس د دغه سازمان د چارواکو په حواله خبر ورکړی دی، چې یوازې په بغلان ولایت کې د سیلابونو له امله څه دپاسه يوزرو۵۰۰ کورونه په نسبي يا په بشپړه توګه ویجاړ شوی او له سلو زیات کسان مړه شوی دی.

خو په بغلان ولايت کې سيمه ييزو طالبانو نن سهار ويلي، چې په دغه ولايت کې د سيلابونو له امله د مړو شويو کسانو شمېر ١٥٠ تنو ته لوړ شوى دى.

په دې وروستیو کې د افغانستان یو شمېر ولایتونه د سختوسېلابونو شاهدان وو او د تخار ولایت سیمه ییزو چارواکو هم په دغه ولایت کې د سېلابونو له امله د ۲۰ تنو د مړينې خبر ورکړى.

په تخار کې د طالبانو د امنیې قومندانۍ ویاند ویلي چې دغه شمېر لا هم د بدلېدو په حال کې دى.

په ورته وخت کې د هرات په کشک کهنه ولسوالۍ کې د سېلابونو راوتلو له امله د یوه ماشوم په ګډون ۳ تنه مړه شوي دي.

د افغانستان د بشري حقونو په برخه کې د ملګرو ملتونو ځانګړي راپور ورکوونکي ریچارډ بینیټ په بېلابېلو ولایتونو؛ په ځانګړې توګه په بغلان کې د سېلابونو او د هغو له امله د اوښتو بې ساري زيانونو په غبرګون کې ویلي دي، چې افغانستان د اقلیمي بحرانونو په وړاندې “زیانمنونکی” دی.

ریچارډ بینیټ پر اېکس داکدې خبرې بيانولو ترڅنګ په هیواد کې د سیلابونو د قربانیانو له کورنیو سره خپله خواخوږي هم څرګنده کړې.

هغه ټینګار کړى، چې افغانستان بیړنیو مرستو او اوږدمهاله پلانونو ته اړتیا لري.

دا په داسې حال کې ده، چې په دغو ولایتونو په سېلابونو کې زیانمن شوي کسان د مرستو له نشتوالي او د دوی وضعیت ته له نه پاملرنې شکایت کوي.