افغانستان

طالبان: په درایم او ارګوى کې د کوکنارو اړولو کمپاین پیل شو

په بدخشان کې د طالبانو د ۲۱۹ عمرثالث فرقې ویاند نورالله نظري وايي، د بدخشان په درايم او ارګو ولسوالیو کې د کوکنارو د له منځه وړلو ګډ عملیات پیل شوي دي.

د طالبانو تر ادارې لاندې د باختر آژانس د نورالله نظري په حواله خبر ورکړى، چې دغه عمليات به د سيمه ييزو خلکو په همکارۍ د طالبانو د” ٢١٩عمرثالث فرقې لوا” له خوا دوام ولري.

دا په داسې حال کې ده، چې طالبانو د درايم او ارګو له لاريون کوونکو سره د” ستونزې د حل” په اړه خبرې کړې دي؛ خو له بدخشان څخه دوه سرچینې وايي، د لاريون کوونکو غونډه چې د فصیح الدین فطرت په مشرۍ د طالبانو له پلاوي سره د بدخشان په مرکز فیض اباد ښار کې ترسره شوې؛ بې پایلې پای ته ورسیده.

دغه سرچینې وايي، لاریون کوونکو ته د شکنجې او زنداني کېدو ګواښونه هم شوي دي.

یوه اونۍ وړاندې د درایم او ارګو اوسېدونکو د طالبانو پر ضد پراخ لاریونونه وکړل.

د سرچينې د معلوماتو له مخې، په دغو لاريونونو کې په درايم ولسوالۍ کې د نظام الدين په نوم يو تن او په ارګو ولسوالۍ کې د عبدالباسط په نوم کسان د طالبانو له خوا وژل شوي دي.

 سرچينو په دغو لاريونونو کې د ١٥ کسانو د ټپي کېدو پخلى هم کړى دى.

تر دې مخکې په یوه پرېکړه لیک کې لاريون کوونکو له طالبانو غوښتي وو چې د دغو دوو کسانو قاتلین دې خلکو ته وسپاري. په پرېکړه ليک کې راغلي چې “هغه طالبان چې د ځايي خلکو په ژبه نه پوهيږي” بايد له بدخشان څخه وشړل شي.

طالبانو په پرله پسې ډول ویلي، چې دا لاريونونه وروسته له هغه رامنځته شول، چې د دوی سرتېرو غوښتل د کوکنارو کروندې له منځه یوسي، چې د ځايي خلکو له مخالفت سره مخ شول.

خو یو شمېر سیاسي څېرې، د بشري حقونو فعالان او د هېواد سیاسي جریانونه وايي، چې دا “لاريونونه له طالبانو څخه د خلکو واټن ښیي” چې د دوی په وینا په هېواد کې د ظلم له امله رامنځ ته شوی دی.