افغانستان

د طالبانو د لومړي وزیرسياسي مرستیال: موږ د بې پیلوټه الوتکو د ګزمو د کنټرول وړتیا نه لرو

د طالبانو د لومړي وزیر سیاسي مرستیال عبدالکبیر وايي، دوی د هوايي امکاناتو او اسانتیاوو د نشتوالي له امله په ټول هېواد کې د بې پیلوټه الوتکو د ګزمو د کنټرول توان نه لري.

نوموړي دغه څرګندونې د غويي په ٢٠مه په پنجشېر کې د يوې غونډې پرمهال  کړې دي.

د طالبانو د لومړي وزیر سیاسي مرستیال په دې اړه، چې دغه الوتکې له کوم هېواد څخه د افغانستان هوايي حریم ته راځي څه نه دي ويلي.

په دې وروستیو کې نیمروز، کندهار، پکتیکا، پنجشیر، هرات، بدخشان او د هېواد یو شمېر نور ولایتونه د بې پیلوټه الوتکو د ګزمو شاهدان دي.

څه موده وړاندې د پاکستان د بلوچستان ایالت د استخباراتو پخواني وزیر جان اچکزي ادعا کړې وه چې طالبانو د امریکا له استخباراتي قراردادیانو سره همکاري کړې او په کندهار کې یې د امریکايي بې پیلوټه الوتکو د الوتنې لپاره اډه جوړه کړې ده.