افغانستان

فرهيتګان ورځپاڼه: طالبانو د تهران د کتابونو نندارتون کې افغان خپرونکي له ګډون منع کړل

د فرختیګان په نوم یوې ایرانۍ ورځپاڼې خبر ورکړی، چې سږ کال د تهران د کتابونو په نندارتون کې له افغانستانه هیڅ خپرونکى ګډون نه کوي او یوازې په ایران کې مېشت افغان خپرونکي په دې نندارتون کې ګډون کوي.

دې ورځپاڼې ویلي، مخکې له دې چې طالبان واک تر لاسه کړي، د تهران د کتابونو په نندارتون کې د افغان خپرونکو ګډون زيات و؛خو تېر کال هغه کتابونه چې ټاکل شوې وه د افغان خپرونکو له خوا د کتاب نندارتون ته راوړل شي د طالبانو له سختو پلټنو سره مخ شول او یو شمېر خپرونکو ته د ګډون اجازه ورنکړل شوه.

له دې وړاندې هم یو شمېر کتاب پلورونکو ويلي و، چې طالبانو زرګونه کتابونه ټول کړي دي. د ځینو راپورونو له مخې، طالبانو شاوخوا ۵۰ زره ټوکه کتابونه چې ډېری یې  تاریخي، سیاسي او مذهبي موضوعاتو په اړه دي، راټول کړي دي.

په راپور کې راغلي دي چې سږ کال د تهران د نندارتون په نړیواله برخه کې لبنان، عمان، قطر، روسیې او مکسیکو ګډون کړی وو.