افغانستان

کانګرس د امریکا د دفاع له وزیر غوښتي چې د کابل د هوايي ډګر د چاودنې د وروستیو جزئیاتو په اړه وضاحت ورکړي

د امریکا د استازو د جرګې ۹ جمهوري غوښتونکو غړو په يو ليک کې د امریکا د دفاع له وزیر لویډ آسټن څخه غوښتي چې د ۲۰۲۱ کال د اګست د میاشتې د کابل د هوايي ډګر د چاودنې په اړه د سي ان ان د وروستیو موندنو په اړه وضاحت ورکړي.

سي ان ان د برید په اړه په خپل وروستي راپور کې ویلي و، چې دوی یوه ویډیو ترلاسه کړې، چې پکې ليدل کېږي د امریکا د سمندري ځواکونو یو شمېر پرسونل له چاودنې وروسته پر ملکي وګړو ډزې کوي.

دغه خبري شبکې ویلي چې ښايي په دغو ډزو کې یو شمېر ملکي وګړي هم وژل شوي وي.

د ۲۰۲۱ کال په اګست میاشت کې له افغانستانه د امریکايي ځواکونو د وتلو پر مهال د کابل په هوايي ډګر کې په چاودنه کې ۱۷۰ ملکي افغانان او ۱۳ امریکايي پوځیان ووژل شول، چې پړه یې داعش خراسان منلې وه.

سي ان ان په خپل وروستي راپور کې ویلي چې د ډزو شمېر له هغه ډېر زيات دى، چې پنټاګون تر دې دمه پرې اعتراف کړى.

سي ان ان د دې راپور نور جزئيات د يوې ويډيو  پر بنسټ، چې د متحده ایالاتو د سمندري ځواک د يوسرتېرې دګوپرو کیمرې لخوا اخیستل شوې ده، خپاره کړي دي.

د دغې خبري شبکې د راپور له مخې، دغه لیک د سه شنبې په ورځ (د مى ۷) د امریکا د کانګرس د استازو له خوا د امریکا د استازو د مجلس د بهرنیو اړیکو کمیټې ته استول شوی او پنټاګون ته د هغې د څېړنو په اړه یو لړ اړينې پوښتنې مطرح شوي دي، چې په افغانستان کې په تېرو دوو لسیزو کې د امریکايي ځواکونو پر وړاندې تر ټولو خونړۍ پېښه ده.

دا په داسې حال کې ده، چې  پنټاګون په ۲۰۲۲ کال کې په خپلو دوو څېړنو کې ویلي وو چې د امریکايي او برتانوي ځواکونو له خوا ډزې له چاودنې وروسته شوې او چا ته یې زیان نه دی اړولی.