افغانستان

پيک دیپلوماتیک: طالبانو له ترهګرۍ سره د مبارزې په برخه کې خپلې ژمنې نه دي پوره کړي

د پيک یپلوماتیک خپرونې په یوه تحلیل کې ویلي، سره له دې چې د منځنۍ اسیا ځینو هېوادونو له ترهګرۍ سره د مبارزې په تړاو له طالبانو سیاسي ملاتړ کړی؛ خو دوی په دغه هیواد کې د «ترهګرو ډلو» پر ضد د مبارزې په برخه کې خپلې ژمنې نه دي پوره کړې.

په دې تحلیل کې راغلي: «د منځنۍ اسیا هېوادونه؛ په ځانګړې توګه قزاقستان، قرغزستان او اذربایجان واک ته د طالبانو له راتګ وروسته په افغانستان کې د امنیت د ټینګښت لپاره د خپلو ژمنو له مخې له هغوی سیاسي ملاتړ کړي.

خو د ۲۰۲۳ کال د نړیوالې ترهګرۍ د شاخص پر بنسټ دغې خپرونې لیکلي، چې د طالبانو تر ادارې لاندې په افغانستان کې د “امنیت ضد او ترهګریزو” پېښو مرګ ژوبله د تېر کال په پرتله زیاته شوې ده.

دیپلوماتیک پيک خپرونې په دې تحلیل کې ویلي چې طالبانو ژمنه کړې، په افغانستان کې به واک ته له رسېدو وروسته په افغانستان کې له ترهګرۍ سره مبارزه کوي، خو پر دغو ژمنو عمل نه دی شوی؛ ځکه چې دوی د “خپل واک ساتلو” لپاره په “ترهګرو” ډلو تکیه کوي.

يادې خپرونې همداراز ويلي، د خپل واک د ساتلو لپاره پر ترهګرو ډلو د طالبانو تکیه د منځنۍ اسیا له ځینو هېوادونو سره د دوی اړیکې خرابې کړي دي.

په دې تحلیل کې راغلي: “طالبان له ډېرې مودې راهیسې د جماعت انصارالله ډلې غړو ته چې موخه یې د تاجکستان نسکورول دي، په افغانستان کې پناه ورکړې ده”

دغې خپرونې لیکلي، د همدې دلیل پر بنسټ د تاجکستان حکومت په ۲۰۲۳ میلادي کال کې د ګډ امنيت تړون د سازمان په غونډه کې د طالبانو تر ادارې لاندې له افغانستان سره د خپلې پولې د پياوړي کولو وړاندیز وکړ.

د دې تحلیل له مخې د سیمې لوی ځواکمن هېوادونه لکه چین او روسیه هم له طالبانو سره ورته کړکېچنې اړیکې لري.

ډیپلومات پيک دا هم لیکلي، چې په سیمه کې د ځینو ترهګرېزو پېښو رامنځته کېدل په افغانستان کې د مېشتو “ترهګرو ډلو” له فعالیتونو سره مستقیم تړاو لري.

په همدې حال کې د پاکستان پوځ هم پرون اعلان وکړ چې د پاکستان په خاوره کې د طالبانو تر ادارې لاندې بریدونه له افغانستان څخه پلانېږي.

د دې خبر له خپرېدو وروسته طالبانو د پاکستاني پوځ دا ادعا رد کړه.

خو د افغانستان په چارو کې د پاکستان ځانګړي استازي آصف دراني په اسلام اباد کې د سیمه ییزو مطالعاتو په انسټیټیوټ کې په یوه خبري کنفرانس کې وویل چې هند د افغان طالبانو له لارې تحریک طالبان پاکستان سره مالي مرستې کوي.