افغانستان

آصف درانی: هند د افغانانو له لارې تحریک طالبان پاکستان ته مالي مرستې ورکوي

د افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړي استازي اصف دراني په اسلام اباد کې د سیمه ییزو مطالعاتو د انسټیټیوټ په کنفرانس کې ادعا وکړه چې هند په افغانستان کې د خپلو نیابتي ډلو په کارولو سره د تحريک طالبانو پاکستان (‌تی‌تی‌پی) ته مالي مرستې ورکوي.

هغه د خپلو خبرو په دوام وویل: “هند د دغو یاغیانو د فعال ساتلو لپاره څه د پاسه ۳۵ میلیونه هندي کلدارې لګولي دي.”

دا څرګندونې په داسې حال کې دي چې د پاکستان د پوځ ویاند شریف احمد چوهدري ویلي دي چې د تحریک طالبان پاکستان غړي د افغانستان له خاورې په استفادې په پاکستان کې فعالیت کوي.