افغانستان

د بدخشان د اعتراضونو په اړه غبرګونونه: د مقاومت ملي شورا دغه پاڅون «خودجوشه» بللی دی

د ملي مقاومت شورا په بدخشان کې د “طالبانو ضد” ولسي لاريونونو په اړه غبرګون ښودلى او هغه يې «خودجوشه ولسي حرکت» بللى دى.

دغې شورا پر اېکس لیکلي: «دا پاڅون یوازې په یوه ولایت پورې نه دی محدود او لرې نه ده چې په ټول هېواد کې د عمومي وجدان د ټپي کېدو له امله په تاوتریخوالي ډک پاڅون بدل شي.»

په بدخشان کې د طالبانو پر ضد د خلکو لاريونونه داسې مهال پیل شول چې درې ورځې وړاندې (شنبه، د غويي ۱۵مه) د دغه ولایت د درایم ولسوالۍ د قرلق کلي د خلکو او طالبانو تر منځ له نښتې وروسته دوی پر خلکو ډزې وکړې او په پایله کې یې د نظام الدین په نوم یو تن وژل شوی او څو نور ټپیان شول.

ویل کېږي چې د دغو لاريونونو لړۍ یوه ورځ وروسته د بدخشان ارګو ولسوالۍ ته هم وغځېده، چې د دې ولسوالۍ یو شمېر اوسېدونکو د “طالبانو پر ضد” شعارونه هم ورکړل.

سرچينې آمو ته ويلي، چې يادو لاريونونو پرون (يکشنبه، غويي ١٦مه) د سخت اورښت له امله د جوماتونو په ګډون په سرپټو ځايونو کې دوام درلود.

یو شمېر لاريون کوونکو ویلي دي چې غواړي پښتانه طالبان د بدخشان له دغو دوو ولسوالیو څخه ووځي.