افغانستان

په بدخشان کې د «طالبانو ضد ولسي لاريونونو» په وړاندې پرله پسې غبرګونونه

په وروستیو دوو ورځو کې د بدخشان ولایت په دوو ولسوالیو (دریم او ارګو) کې د طالبانو پر ضد د خلکو لاریونونو پراخ غبرګونونه راپارولي دي.

د جمعیت اسلامي ګوند په یوه اعلامیه کې د دغو لاريونو ملاتړ کړی او ویلي یې دي، چې په اوسنیو حالاتو کې هیڅ «ظالمانه افراطي ډله» نه شي کولای د خلکو ماتې نه منونکى غږ خاموشه کړي.

په ورته وخت کې د افغانستان فدرال غوښتونکو ټولنې د دغو لاريونونو په تړاو په یوه پیغام کې ویلي، چې د بدخشان وروستي لاریونونه د طالبانو له استبدادي او توکمیز رژیم څخه د خلکو د نارضایتۍ د اوج یوه ښکاره او غوره بېلګه ده.

له بلې خوا د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد په یوه غږیز پیغام کې چې د دوی تر ادارې لاندې د ملي راډیو-ټلویزیون له خوا خپور شوی، دغو لاريونونو ته په اشارې ویلي چې د دوی له خوا یو پلاوی دغه ولایت ته د کوکنارو د کښت له منځه وړلو د پروسې او هغه ننګونو د څېړنو لپاره چې په پایله کې یې د ​​بدخشان خلکو لاريون کړى؛ لېږلى دى.

د “طالبانو” پر ضد ولسي پاڅون هغه مهال پیل شو، چې د دغه ولایت د درایم ولسوالۍ د قرلق کلي خلکو له طالبانو سره نښته وکړه، او پرخلکو یې ډزې وکړې، چې په پایله کې یې د نظام الدین په نوم یو کس ووژل شو او څو نور ټپیان شول.

د راپورونو پر بنسټ، د دغو لاريونونو لړۍ پرون د بدخشان ارګو ولسوالۍ ته وغځول شوه او د دې ولسوالۍ يو شمېر اوسېدونکو د “طالبانو پر ضد” شعارونه هم ورکړل.

دا په داسې حال کې ده، چې طالبانو پرون د دغه ولایت په ارګو ولسوالۍ کې د لاريون د پاشلو لپاره له وسلو څخه کار واخیست، چې په پایله کې یې یو تن وژل شوی او څو نور ټپیان شوي دي.