افغانستان

په هند کې د افغانستان سفارت د ذکيه وردګ لخوا د سرو زرو قاچاق تاييد کړ

په هند کې د افغانستان سفارت پر اېکس  یوې خبرپاڼه کې ویلي، چې د دغه هېواد د ګمرک ادارې له خوا د ممبۍ په هوايي ډګر کې د ۲۵ کیلو ګرامه سرو زرو په قاچاق د افغانستان د سرکونسلې ذکيې وردګ د نيولو  خبره رښتیا ده.

د دغه سفارت په یوه خبرپاڼه کې راغلي چې مېرمن وردک له تېر حکومت سره هېڅ تړاو نه درلود؛ بلکې د طالبانو تر ادارې لاندې يې فعاليت کاوه.

مېرمن وردک پرون پر اېکس د يوې خبرپاڼې په خپرولو اعلان  وکړ چې پر ځان او کورنۍ باندې د «شخصي بریدونو او د بدنامۍ د تورونو» له امله له خپلې دندې استعفاء کوي.