افغانستان

د اسلامي همکاریو سازمان: د «بشرپاله چلند» په چوکاټ کې له طالبانو سره تعامل او خبرو ته دوام ورکوو

د اسلامي همکاریو د سازمان سرمنشي په ګمبیا کې د دغه سازمان په پنځلسمه سرمشریزه کې ویلي، چې په افغانستان کې له طالبانو سره د بشري مرستو او رغنده خبرو په چوکاټ کې به خپلو خبرو ته دوام ورکړي.

د اسلامي هېوادونو د همکارۍ سازمان د يوې خبرپاڼې په خپرولو سره ويلي، چې د دغه سازمان سرمنشي له غړو هېوادونو وغوښتل؛ د افغانستان د بشري مرستو د صندوق له لارې چې د اسلامي پراختیايي بانک تر څارنې او مدیریت لاندې دی، له افغانستان سره مرسته وکړي.

ویل کېږي چې دغه مراسم د ګمبیا په پلازمېنه بانجول کې  د دوو ورځو لپاره  ترسره کېږي.

د دغه سازمان په خبرپاڼه کې راغلي چې د «تلپاتې پراختیا لپاره د خبرو له لارې د یووالي او پیوستون د پیاوړتیا» تر سرلیک لاندې غونډه د مى له ۴مې نېټې څخه تر ۵مې نېټې پورې دوام لري.

په همدې حال کې د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت پر اېکس  د دغه وزارت د ویاند قهار بلخي انځور خپور کړی او ویلي یې دي چې د اسلامي همکاریو د سازمان په پنځلسمه غونډه کې د دوی استازي هم ګډون کړی و.

طالبانو په دې غونډه کې د خپل استازي د ګډون اعلان په داسې حال کې کړی، چې تر دې مخکې د اسلامي هېوادونو د همکارۍ سازمان یو پلاوی کابل ته راغلی و او له یو شمېر طالب چارواکو سره لیدلي وو، چې ویل کېږي موخه يې د نجونو د زده کړو په اړه د دغه سازمان د هوکړليکونو تعقیبول و.

خو طالبانو؛ د دغه پلاوي او د طالبانو دلومړي وزير له سياسي مرستيال سره  ليدنې پرمهال د نجونو د زده کړو په اړه د خبرو هغه برخه چې د طالبانو تر ادارې لاندې ارګ خپره کړې وه، حذف کړه.