افغانستان

ذکیه وردګ له خپلې دندې استعفا وکړه

په هند کې د افغانستان جنرل قونسلې ذکیه وردک وروسته له هغې له خپلې دندې استعفا وکړه، چې د هند د ګمرک ادارې له خوا د سرو زرو په قاچاق کې دهغې د لاس لرلو په اړه راپورونه خپاره شول.

هغې پراېکس د خپلې استعفا د متن په خپرولو سره ويلي، چې د تیر کال راهيسې ” پرشخصي حريم بريدونو او تورنو” سره مخ شوې ده.

په ورته وخت کې د هند د ګمرک چارواکو خبر ورکړی، چې په دغه هېواد کې د افغانستان قونسله ذکیه وردګ په داسې حال کې نیول شوې، چې ۲۵ کیلو ګرامه سره زر يې دغه هېواد ته قاچاق کول.

آغلې وردګ وویل: “زه په دې ډېره خواشینې یم چې د افغانستان په ډیپلوماتیک نظام کې د یوازینۍ ښځې په توګه د دې مقام د ساتلو لپاره د رغنده ملاتړ د ترلاسه کولو پر ځای د ویجاړولو په هدف د منظمو بریدونو هدف ګرځم.”

تر دې وړاندې ټایمز آف انډیا د هندي چارواکو په حواله راپور ورکړی و، چې هغې پلان درلود چې دغه اندازه سره زر له دوبۍ څخه هند ته قاچاق کړي.

ويل کيږي چې دغه پېښه پرون ناوخته (جمعه د ثور په ١٤مه) د ممبۍ په هوايي ډګر کې رامنځته شوه؛ خومېرمن وردک د دیپلوماتیک مصونیت له امله ونه نیول شوه.