افغانستان

د افغانستان لپاره د امریکا سفارت: په افغانستان کې خبریالان اساساً دخلکو غږ دی

د افغانستان لپاره د امریکا د سفارت شارژدافیرې کرن ډېکر د رسنيو د آزادۍ د نړیوالې ورځې په مناسبت ویلي چې په دغه هیواد کې خبریالان اساساً دخلکو غږ دی.

نوموړې په یوه پیغام کې وويل: «افغان خبریالان په اصل کې د افغانانو غږ دی چې ددوى پیغامونه منعکسوي.«

مېرمن ډېکر همداراز ټینګار کړی، چې رسنۍ باید په افغانستان کې بشپړه ازادي ولري او او غږيې باید واورېدل شي.

هغې د رسنيو د ازادۍ په اړه د ملګرو ملتونو راپور ته په اشارې سره زیاته کړې، چې دوی په ټوله نړۍ کې د رسنيو د ازادۍ لپاره سره يو دي.

ملګرو ملتونو د رسنيو د نړیوالې ورځې په مناسبت ویلي چې ياد سازمان دغه ورځ د نړۍ په نازک چاپیریال کې د ژورنالیزم او د بیان د ازادۍ اهمیت ته ځانګړې کړې ده.