افغانستان

سیاف له طالبانو وغوښتل چې ژر تر ژره له خپلو مخالفینو سره خبرو ته کېني

پخواني جهادي مشر عبدالرب رسول سیاف په یوه پیغام کې له طالبانو غوښتي چې له مخالفینو سره د هېواد داخلي ستونزې ژر تر ژره د تفاهم او خبرو اترو له لارې حل کړي.

هغه دا یو “عاقلانه ګام” او د طالبانو لپاره یو فرصت بللى، چې نن يې دوى په لاس کې لري او دا فرصت به دوى “سبا” ونه لري.

ښاغلي سیاف په فیسبوک کې په یو پیغام کې طالبانو ته ویلي: “او د دې په تعقیب ټول په ګډه د اسلامي اصولو او منل شویو انساني ارزښتونو په چوکاټ کې د نظام د ولسي کولو، د هغه د تایید او د ملت د رضایت په لور حرکت وکړئ. د ملت د اندېښنو او کړاوونو لرې کولواو د خلکو دردناک حالت پاى ته رسولو په وړاندې خپل لوی، دیني او ملي مسؤلیت ادا کړئ.”

ښاغلي سیاف خبرداری ورکړ، که د طالبانو له خوا دا کار ونه شي، نو دوی به دا فرصت له لاسه ورکړي او په پایله کې به پخپله طالبان او بیا د هېواد خلک له «ناوړه او نه جبرانېدونکي بربادۍ» سره مخ شي.

په افغانستان کې د طالبانو له واکمنۍ نږدې درې کاله تېر شول، چې تر اوسه هېڅ هېواد د طالبانو اداره په رسمیت نه ده پېژندلې.

د ټول ګډونه حکومت جوړول، د بشري حقونو په تېره بیا د ښځو او نجونو درناوی او نړیوالو قوانینو ته د طالبانو ژمنتیا هغه مسایل دي چې ډېرو هېوادونو د طالبانو د رسمیت پېژندنې لپاره د شرطونو په توګه ياد کړي ده.