افغانستان

د افغان کډوالو شړل: پاکستان په يو ورځ کې له ٨٠٠زيات کډوال شړلي

پاکستان په یوه ورځ کې تر ۸۰۰ ډېر افغان کډوال شړلي او بېرته هېواد ته راستانه شوي دي.

د طالبانو د کډوالو چارو وزارت پر اېکس يوې خبرپاڼه کې ویلي، چې په تېره یوه ورځ (چهارشنبه، د ثور ۱۲) له پاکستان څخه ۸۳۸ تنه کډوال شړل شوي او هېواد ته راستانه شوي دي.

د دغې خبرپاڼې له مخې، دغه کډوال د تورخم او سپین بولدک له لارې هېواد ته داخل شوي دي.