افغانستان

یوناما: په افغانستان کې په پنځو ورځو کې ۷۹ ملکي وګړي مړه او ټپيان شوي دي

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د مرستندویه پلاوي دفتر (یوناما) په خپل درې میاشتني راپور کې چې “په افغانستان کې د بشري حقونو وضعیت” تر سرلیک لاندې خپور کړى، د ښځو او نجونو د حقونو وضعیت، د خوست او پکتیا په هوايي بریدونو کې مرګ ژوبله، د رسنیو ازادي، د پخواني حکومت چارواکو، د جسمي مجازاتو او نورو اړوندو موضوعاتو په اړه يې په هېواد کې بشري حقونو ته کتنه کړې ده.

يوناما په دغه راپور کې ويلي، چې د وري له لمړى اود نجونو له حضور پرته د نوي ښوونیز کال پيل سره سم د طالبانو د پوهنې وزارت له خوا خبریالانو ته د ګډون بلنه استول شوې ده، چې په دې مراسمو کې د ښځینه خبریالانو د ګډون مخه نیولې ده، او ددې مخنيوي دليل يې د ښځو لپاره د مناسب ځای نشتوالی ياد کړى دى.

په دغه راپور کې راغلي دي: “جنورۍ په شپږمه د کابل په لویدیځ کې په یوه برید کې لږ تر لږه ۵ تنه ملکي وګړي وژل شوي او ۲۰ تنه نور ټپیان شوي دي،د جنورۍ په ۹مه د کابل ښار د ۱۶مې حوزې اړوند په علي خېلو سیمه کې د یوه مسافر وړونکي بس په چاودنه کې ۳ تنه وژل شوي او ۱۳ نور ټپیان شوي دي او په بله چاودنه کې د کابل په لویدیځ کې په یوه سوداګریز مرکز کې ۳ تنه وژل شوي دي. په روانه میاشت کې په کندهار ولایت کې یوه بریدګر خپل ځانمرګی واسکټ ته د خلکو په منځ کې چاودنه ورکړه او لږ تر لږه ۷۵ کسان یې ووژل.”

د يادونې وړ ده، چې د دغو ټولو بريدونو مسووليت داعش پر غاړه اخيستى او اصلي هدف يې د طالبان په نښه کول ياد کړي.

د دغه راپور په بله برخه کې راغلي، چې د مارچ په اتلسمه په خوست ولایت کې د پاکستان په هوايي برید کې یو تن وژل شوی او دوه نور ټپیان شوي دي او دغه راز په پکتیکا ولایت کې اووه ملکي وګړي وژل شوي دي.

د دغه راپور له مخې د همدې ورځې په پای کښې په پکتیا ولایت کښې د افغانستان او پاکستان د سرحدی ځواکونو ترمېنځ د وسله والې نښتې په پايله کې څلور ملکی وګړی ووژل شول او اووه تنه نور ملکیان ټپيان شول.

یوناما د رسنیو د ازادۍ په اړه په دغه راپور کې لیکلي چې د خبریالانو سره د طالبانو چلند توپير لري او یو شمېر خبریالان د طالب چارواکو له چلند خوښ دي.

يوناما په داسې حال کې له طالب چارواکو څخه د یو شمېر خبریالانو د رضایت په اړه لیکلي، چې لا هم یو شمېر خبریالان د خپلو رسنیزو فعالیتونو له امله د طالبانو په زندانونو کې دي او د طالبانو په زندانونو کې د ځینو خبریالانو د شکنجې په اړه راپورونه هم خپاره شوي دي.

د ملګرو ملتونو د مرستندويه پلاوي دفتر دا هم لیکلي، چې له ځینو رضايتونو سربېره د جنوري په ۱۷ د جاپان د کیودو یو خبریال، د جنورۍ په ۱۸مه د ګردش اطلاعاتو خبري مرکز دوه خبریالان، د جنورۍ په ۱۸مه د پژواک خبري اژانس یو خبریال او دخامه پريس يوخبریال د فبرورۍ په ۱۷ نیټه د طالبانو لخوا نيول شوي دي.

ويل کيږي چې د دغو خبريالانو د نيولو علت لا هم معلوم نه دى.

په دغه راپور کې یوناما د افغان دپخواني حکومت د کارکوونکو د وضعیت په اړه هم ویلي چې د طالبانو د مشر له خوا د عمومي غفوې د اعلان سربېره؛ د دوی پر وړاندې ګواښونه لا هم دوام لري.

د دغه راپور په یوه بله برخه کې راغلي چې د روان کال په فبرورۍ میاشت کې طالبانو درې تنه په عام محضر کې اعدام کړي او په تېرو میاشتو کې د دوی د چارواکو له خوا په مختلفو ولايتونو کې دوه تنه اعدام شوي دي.

دا په داسې حال کې ده، چې د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد له رسنیو سره په خبرو کې ویلي، چې “سنګسار د شریعت یوه برخه ده “او که بیا هم د سنګسار لپاره شرایط برابر شي، پرته له شکه چې عملي به يې کړي.

له دې وړاندې د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا په خپله وروستۍ غونډه کې د طالبانو تر ادارې لاندې په افغانستان کې د بشري حقونو وضعیت “خراب” بللی دی.