نړۍ

بلنکن په غزه کې د اوربند د خبرو د نوي پړاو د پیلولو لپاره اسراییل ته ولاړ

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکن په غزه کې د اوربند په اړه د خبرو د نوي پړاو د بیا پیلولو لپاره اسراییل ته تللی دی.

سي ان ان راپور ورکړی چې د ښاغلي بلینکن د سفر موخه دا ده، چې پر حماس فشار راوړي څو اوربند ومني،د یرغمل شویو بندیانو د خوشې کولو لپاره هوکړه وکړي او د غزې په تړانګه کې د اسراییلو د بریدونو د دوام مخه ونیسي.

ویل کیږي، چې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر له سعودي عربستان او اردن څخه تر لیدنې وروسته پرون (سه شنبه، اپریل ۳۰) تل ابیب ته ورسید.

د ياد راپور پر بنسټ، تمه کېږي، چې نوموړی به د دغه هېواد د لومړي وزیر بنیامین نتانیاهو په ګډون د اسرائیلو له یو شمېر لوړپوړو چارواکو سره هم لیدنې ولري.

ويل کېږي د اسراییل لخوا د اوربند او د یرغمل شويو خوشې کولو وړاندیز وروسته، چې بلینکن د “خورا سخاوتمند” وړاندیز په توګه ياد کړى، ځینې امریکایي چارواکي د اوربند او د یرغمل شویو خوشې کولو لپاره یوې هوکړې ته د رسیدو په اړه خوشبین دي.

د دغه راپور له مخې، د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکن وویل: زه باور لرم چې دا هوکړه د لاسته راوړلو وړ ده؛ ځکه چې اسراییلو یو پياوړى وړاندیز د میز په سر کېښود او امریکا غواړي چې په راتلونکو ورځو کې داسې یو تړون وویني.”

سي ان ان لیکلي دي، چې ښاغلی بلینکن به د دغه سفر په ترڅ کې اسرائیلي چارواکي اړ کړي؛ څو په نږدې راتلونکي کې به په غزه کې د بشري ناورین سره د مقابلې لپاره نور ګامونه پورته کړي.

په ورته مهال، د ملګروملتونو سرمنشي انتونیو ګوتریش خبرداری ورکړی، چې د غزې د تړانګې په سوٸل کښې د رفح په ښار باندې د اسرائیلو هوايي بريدونو د دغې سیمې خلکو ته د مرستو رسولو مخه نیولې ده.