افغانستان

د بشري حقونو په شورا کې د برتانیې استازى: په افغانستان کې د ښځو د حقونو وضعیت “خراب او ټکان ورکوونکی” دی

په ملګرو ملتونو کې د برتانیې دایمي استازي سایمن مانلي پرون د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د شورا په غونډه کې ويلي، چې د طالبانو تر واکمنۍ لاندې په افغانستان کې د ښځو او نجونو د حقونو وضعیت خراب او ټکان ورکونکى شوى دى.

د بريتانيا د دايمي استازي په اعلاميه کې چې د دغه هېواد د حکومت د وېبپاڼې له خوا خپره شوې، راغلي: په افغانستان کې د ښځو او نجونو وضعيت ډېر کړکېچن دى. طالبانو د ښځو او نجونو لپاره منځنيو او لوړو زده کړو ته لاسرسی منع کړی دی او د هغوی لپاره يې عامه او سیاسي ځایونه او د کاري فرصتونه محدود کړي دي.

نوموړي په دې غونډه کې همدا راز ويلي، چې د عمومي عفوې سربېره طالبان؛ د تېر حکومت چارواکي په نښه کوي.

برتانوي استازي زیاته کړې، چې واک ته له راتګ وروسته طالبانو په افغانستان ک خبریالان هم په نښه کړي او پر ازادو رسنیو یې سخت بنديزونه وضع کړي دي.

نوموړي په دې خبرپاڼه کې له طالبانو غوښتنه کړې، چې د ښځو پر زده کړو او کار لګول شوي بندیزونه لرې کړي.

ښاغلي مانلي له طالبانو همداراز وغوښتل چې په هېواد کې د خبریالانو خپلسري نیول پاى ته ورسوي او بندیان خوشي کړي.

د برتانیې د استازي په بیان کې پر طالبانو غږ شوی چې په دُرو وهل او نورې “ظالمانه سزاګانې” پای ته ورسوي او د اعدام سزا دې لغوه کړي.

په همدې حال کې د طالبانو له راتګ څخه تر اوسه پورې لسګونه خبریالان، د پوهنې او بشري حقونو فعالان؛ په تېره بيا ښځينه فعالانې نيولې دي، چې تر اوسه د ځينو د برخليک په اړه معلومات نشته.