افغانستان

د افغان خبریالانو له خوا د «آزادۍ غږ» په نوم یوې رسنۍ په فعالټ پیل وکړ

په فرانسه کې نن (یکشنبه) د یو شمېر افغان خبریالانو له خوا د «آزادۍ غږ» په نوم یوه رسنۍ پرانیستل شوه.

د دغې رسنۍ په اعلاميه کې ويل شوي، چې په دې پړاو کې يې خپرونې په فارسي او انګليسي ژبو په آنلاين بڼه خپرېږي.

د دې رسنیو په اعلامیه کې راغلي: “موږ باور لرو چې هر شخص، هره کیسه او هر غږ ارزښتناک دی او موږ به د دې ارزښتونو د خپرولو لپاره د آزادې او شفافې فضا د رامنځته کولو لپاره پوره هڅه وکړو.”

دا په داسې حال کې ده، چې تېره ورځ د افغانستان په شمال ختيځ بدخشان ولايت کې هم يوې خصوصي چاپي خپرونې په فعاليت پيل وکړ.