افغانستان

د کابل – جلال اباد پر لویه لار د ځمکې ښویېدونې له امله څلور تنه مړه شوي

د ننګرهار د طالبانو د والي له دفتره په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، چې د لغمان ولایت د درونټې په تونل کې د غره د ښویېدو له امله څلور تنه مړه شوي او ګڼ نور ټپیان شوي دي.

په ورته مهال د طالبانو د ټولګټو وزارت ویاند محمد اشرف حقاشناس پر ايکس ويلي، چې دغه لار د څو ساعتونو له تړل کېدو وروسته اوس د ترافیکو پر مخ خلاصه شوې ده.

که څه هم طالبانو د ټپیانو کره شمېر نه دی ښودلى. خو دوی زیاتوي چې په دې پېښه کې دوه کرولا ډوله موټرونه هم تخريب شوي دي.