افغانستان

دغويي اتمه، په افغانستان کې «د مجاهدينو د بريا» له ورځې سره برابره ده

نن (شنبه، د غويي ۸) په افغانستان کې «د مجاهدینو د بریا» له ۳۲مې کلیزې سره برابره ده.

په دې ورځ د افغانستان مجاهدینو چې له بېلابېلو ګوندونو څخه وو، له څوارلسو کلونو وروسته په دې وتوانیدل چې د ډاکټر نجیب الله حکومت چې دوی یې په هیواد کې وروستی کمونیستي رژيم بولي، نسکور کړي.

تر ګټلو وروسته؛ دراپورونو پر بنسټ، خو دغو جهادي ګوندونو په خپل منځ کې جګړې وکړې، چې په پایله کې یې زرګونه هېوادوال مړه او ټپیان شول او سلګونه زره نورو هيواد پرېښود.

د افغانستان پخواني حکومت دغه ورځ د «مجاهدینو د بري د ورځې» او عمومي رخصتۍ په توګه د هیواد په کلیزه کې شامله کړې وه.

خو سږ کال طالبانو دا ورځ د عمومي رخصتۍ په توګه اعلان نه کړه.