سویلي آسیا

په پاکستان کې په یوه وسله وال برید کې درې تنه ووژل شول

د پاکستان په حیدراباد ښار کې د قبایلي وسله والو په یوه برید کې د دوو ښځو او یو سړي په ګډون درې کسان وژل شوي دي.

ایکسپریس ټریبیون راپور ورکړی، چې دا برید د مارفاني قبیلې لخوا د غنمو د حاصلاتو ټولولو پرمهال د بایو قبیلې څخه د غچ اخيستنې په موخه شوی.

د دغه راپور له مخې، مړي د نورو طبي څېړنو لپاره د شکارپور روغتون ته لېږدول شوي دي.

ويل کيږي چې دغه پيښه د خلکو د اعتصاب سبب شوې اود بريدکوونکو وسلوالو د نيولو غوښتنه يې کړې ده.

په همدې حال کې د ایکسپریس ټریبیون د راپور پر بنسټ، پرون (جمعه، د اپریل ۲۶) د حیدراباد په لارکان او سوکور ولسوالیو کې په زرګونو خلکو په ديو لاریون په ترڅ کې د قتل، تښتونې، جنسي تیري او غلاوو د زیاتوالي غندنه وکړه.

له دوى يو لاريون کوونکي ایکسپریس ټریبیون ته وویل: “موږ نشو کولی سوداګرۍ وکړو او خپل ماشومان ښوونځي ته واستوو. خلک خپلې کورنۍ نورو ښارونو ته لېږدوي.»

دغو لاريون کوونکو د پاکستان پوليس هم په بې غورۍ تورن کړي او وايي، چې د پوليسو دغه بې غوري په دې سيمه کې د قومي شخړو اور ته لمن وهي.