افغانستان

په افغانستان کې د ایران سفیر: د طالبانو پرېکړې په کندهار کې کېږي

په افغانستان کې د ایران سفیر او ځانګړي استازي حسن کاظمي قمي له ایراف خبري اژانس سره په خپلو وروستیو خبرو کې ټینګار کړی، چې د طالبانو کړنې د کندهار له پرېکړو، چې ددوى د قدرت مرکز دى، سرچینه اخلي.

دغه ایراني ډیپلوماټ د ۱۳۵۱ کال تړون ته په اشارې سره د طالبانو لخوا د ايران حقابې د رعايت په اړتیا ټینګار وکړ او زیاته یې کړه، چې د طالبانو مشرتابه ټینګار کړی چې د دغه تړون اړوند مکلفیتونه به پوره کوي.

قمي همداراز د طالبانو د واکمنۍ په دوره کې د ایران چلند ته اشاره وکړه او ویې ویل: ” په دې دوره کې ایران هڅه کوي چې د ډیپلوماتیکو او نورو اقداماتو له لارې خپلې ګټې خوندي کړي.”

هغه د ایران، افغانستان او چین تر منځ د پلان شوې درې اړخیزې ناستې په اړه څه ونه ویل، خو څرګنده یې کړه، چې په نږدې راتلونکي کې به دا ناستې ترسره شي. اود سیمې نورو هېوادونو هم د دغو ګامونو هرکلی کړی دی.

د ایران سفیر او ځانګړي استازي ټینګار وکړ چې د سیمې ثبات او امنیت، د افغانستان له ثبات او امنیت سره تړلی دی او خلاصو اوبو ته د افغانستان د لاسرسي تر ټولو غوره لاره د ایران له لارې تېرېږي، چې تر ټولو لنډه، خوندي او اقتصادي لاره ده.