افغانستان

د اسلامي همکاریو سازمان د نجونو پر زده کړو د طالبانو د بندیزونو د لغوه کېدو غوښتنه وکړه

د افغانستان لپاره د اسلامي هېوادونو د همکارۍ سازمان مرستيال او ځانګړي استازي طارق علي بخيت د طالبانو د وزيرانو شورا له سياسي مرستيال عبدالکبير سره په ليدنه کې د ښځو پر تعليم او کار د محدوديتونو د لغوه کېدو غوښتنه کړې ده.

د طالبانو کنټرول  لاندې د ارګ په خبرپاڼه کې د ښاغلي بخت په حواله راغلي چې: “زده کړه د اسلامي هېوادونو لپاره ارزښتناکه ده او دغه هېوادونه چمتو دي؛ په دې برخه کې له طالبانو سره همکاري وکړي.»

د دې خبرپاڼې پر بنسټ، خو د طالبانو د وزیرانو شورا د سیاسي مرستیال دې مسالې ته له پام پرته ویلي، چې د ښځو په اړه د دوی د مشر فرمان  عملي شوی دی.

د ملګرو ملتونو د ښځو د څانګې د وروستي راپور له مخې، طالبانو تر اوسه د ښځو پر وړاندې تر ۵۰ ډېر ځانګړي فرمانونه صادر کړي، چې د ښځو له اساسي حقونو څخه سرغړونه ده او د ښځو او نجونو د زده کړې او کار د دوام مخه نیسي او په عامه ځایونو کې ددوى د شتون څرنګوالي په اړه يې “محدودیتونه” وضع کړي دي.

عبدالکبیر هم د اسلامي همکاریو د سازمان له دغه لوړ پوړي پلاوي سره په کتنه کې ادعا کړې، چې  په افغانستان کې يې داعش ځپلي او له منځه وړي دي.

خو په ورته وخت کې د کابل په لوېدیځ کې د شنبې د شپې د چاودنې مسوولیت چې د هېواد یو شمېر هېوادوال په کې مړه او ټپیان شول، د داعش خراسان څانګې پر غاړه واخیست.

تر دې وړاندې داعش خراسان ډلې په کندهار کې د نوي کابل بانک د خونړي برید پړه پر غاړه اخیستې وه.

د طالبانو د ارګ خبرپاڼې د اسلامي همکاریو د سازمان د مرستیال او ځانګړي استازي طارق بخيت په حواله ویلي چې دغه سازمان له افغانانو سره د مرستې لپاره یو صندوق جوړ کړی دی.

ویل کیږي چې کابل ته د اسلامي همکاریو د سازمان د پلاوي د سفر موخه په افغانستان کې د ښځو د حقونو په اړه د دغه سازمان د پریکړه لیکونو تعقیبول دي.