افغانستان

طالبانو د اسلامي همکاريو سازمان څخه غوښتي چې دوى ته د ګامبيا په ناسته کې د ګډون بلنه ورکړي

طالبانو د اسلامي همکاریو له سازمان غوښتي؛ دوی ته د “د دې سازمان د بهرنیو چارو وزیرانو پنځلسمې غونډې” کې د ګډون بلنه ورکړي.

طالبانو د وزيرانو ادارې مرستيال عبدالسلام حنفي په بشري چارو کې د اسلامي همکاريو سازمان له مرستيال طارق علي بخت سره په کتنه کې د د دغه سازمان سرمنشي ته بلنه ورکړه چې افغانستان ته سفر وکړي.

د طالبانو تر ادارې لاندې د ارګ د خبرپاڼې پر بنسټ، ښاغلي حنفي په دې ناسته کې همدا راز زیاته کړه: موږ د هېڅ هېواد په چارو کې لاسوهنه نه کوو او له هغوی هم هیله لرو چې د دوی تر ادارې لاندې د افغانستان په کورنیو چارو کې لاسوهنه ونه کړي.”

دا په داسې حال کې ده چې دغه سازمان په کراتو له طالبانو غوښتي چې د ښوونځیو او پوهنتونونو دروازې د نجونو او ښځینه زده کوونکو پر مخ پرانیزي. خو دوی تر اوسه په دې تګلاره کې کوم بدلون نه دی راوستی.

ټاکل شوې ده، چې د اسلامي همکاریو د سازمان د بهرنیو چارو وزیرانو پنځلسمه غونډه په ګمبیا کې دايره شي .