افغانستان

د افغان مهاجرينو اخراج: څه باندې ۵۰۰ افغان کډوال په يو ورځ کې له پاکستان او ایران څخه ویستل شوي

څه باندې ۵۰۰ افغان کډوال په يو ورځ کې له پاکستان او ایران څخه ویستل شوي او هېواد ته راستانه شوي دي.

د طالبانو تر کنټرول لاندې باختر آژانس خبر ورکړى، چې پرون (چهارشنبه د سلواغې ۲۹مه) له ایران او پاکستان څخه د ۵۳۵تنه مهاجرینو په ګډون څه باندې ۲۰۰ کورنۍ هیواد ته راستنې شوې دي.

د دغه راپور له مخې، ۵۸ کورنۍ د تورخم، ۵۳ کورنۍ د سپین بولدک، ۸۹ کورنۍ د اسلام کلا او ۶۳ کورنۍ د نیمروز له لارې هېواد ته داخلې شوې دي.