افغانستان

حبیب الرحمن تاثیر په غزني کې د طالبانو له استخباراتي زندان څخه د دغه ولایت زندان ته انتقال شو

په غزني کې د ازادي راډیو د خبریال حبیب الرحمن تاثیر خپلوانو له آمو سره په خبرو کې تایید کړه چې ښاغلی تاثیر د طالبانو په استخباراتي توقيف خونه کې له ۸ ورځو بندي کېدو وروسته د دغه ولایت زندان ته لېږدول شوی دی.

د ښاغلي تاثیر خپلوان وايي چې نوموړی ۱۱ ورځې وړاندې (وري ١٨مه) د طالبانو د استخباراتو ریاست له خوا په غزني کې نیول شوی و.

دوی وايي چې دغه خبريال د طالبانو له خوا د ازادۍ راډيو لپاره دسيمه ييزو راپورونو د چمتو کولو په تور نيول شوى دى.

ویل کیږي چې د طالبانو استخباراتو د ښاغلي تاثیر له اجازې پرته د هغه شخصي ټليفون هم اخيستى د هغه له اجازې پرته يې پکې شته مواد کتلي دي.

ازادي راډیو په دې اړه په رسمي ډول غبرګون نه دی ښودلی.

د ښاغلي تاثیر خپلوان امو ته زیاتوي، چې تر نیول کېدو وړاندې تر فشار لاندې و او آن د خبریالانو او سیمه ییزو چارواکو له ګډې ډلې څخه یې نوم هم ایستل شوی و.

د دوی په وینا، له ډېرو هڅو سربېره حبیب الرحمن تاثیر د طالبانو د استخباراتو له توقیف نه راخوشې نه شو او درې ورځې وړاندې د غزني ولایت زندان ته ولېږدول شو.

ویل کیږي چې د هغه دوسیه به محکمې ته واستول شي.

په همدې حال کې د افغانستان د خبریالانو د مرکز په ګډون د رسنیو یو شمېر ملاتړو بنسټونو د ښاغلي تاثیر پر نیول کېدو اندېښنه ښودلې او له طالبانو یې د هغه د ژرخوشې کېدو غوښتنه کړې ده.

د ازادي راډیو دفتر د چک جمهوریت په پلازمېنه کې موقعیت لري او له هغه ځایه د افغانستان لپاره خپرونې چمتو او خپروي. طالبانو د ۱۴۰۱ کال د مرغومي په میاشت کې د ازادي راډیو او امریکا غږ راډیو ایف ایم فریکونسۍ پرې کړې او دوه میاشتې وروسته یې په افغانستان کې د دغو دوو راډیوګانو ویب پاڼې بندې کړې.