افغانستان

د افغانستان د خبریالانو مرکز پر نور او بریا تلویزیونونو د لګولو شويو بنديزونو د لرې کولو غوښتنه وکړه

د افغانستان د خبریالانو مرکز په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې د نور او بریا تلویزیونونو ځنډول او د طالبانو له خوا د دغو دوو خصوصي رسنیو د دروازو تړل د افغانستان د رسنیو د قانون خلاف کار دی.

دغه مرکز د طالبانو دغه کړنه غندلې اودا يې د ازادو رسنیو د فعالیتونو د لا زیات فشار او محدودولو ګڼلي دي.

دغه بنسټ ویلي، رسنۍ د خپلو مسلکي کارونو په ترسره کولو کې ازادې دي او طالب چارواکي باید ددوی پر فعالیتونو محدودیتونه رامنځته نه کړي.

تر دې مخکې د طالبانو تر ادارې لاندې ملي ټلویزیون د اطلاعاتو او کلتور وزارت په حواله خبر ورکړی و، چې د طالبانو د رسنیو د سرغړونو د کمیسیون په غونډه کې پرېکړه شوې، چې د نور او بریا تلویزیونونو دوسیې محکمې ته ولیږل شي او دمحکمې تر پریکړې پورې دې د دې تلویزیونونو خپرونې وځنډول شي.

د دغه راپور پر بنسټ، د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور وزارت ویلي، چې نور تلویزیون له پرله پسې خبرداریو او سپارښتنو سره سره د ژورنالیزم اصول نه دي مراعات کړي، ملي او اسلامي ارزښتونه یې په پام کې نه دي نیولي او قومي، ژبني او سمتي تعصب ته يې لمن وهلې ده.”

خو د افغانستان د خبريالانو د مرکز په خبرپاڼه کې راغلي: “هغه څه چې د رسنيو د شکايتونو او سرغړونو د څېړلو کمېسيون له دغو دوو رسنيو څخه سرغړونه ګڼلې، په حقيقت کې د رسنيو د قانوني حقونو برخه ده.”

په هېواد کې د جمهوري رژيم له ړنګېدو وروسته، د رسنیو د شکایتونو او سرغړونو د اورېدو کمېسیون د ١٤٠٠ لمریز کال د اسد په ۲۴ مه خپل فعالیت ودراوه. خو وروسته له هغه چې طالبان بيا واک ته ورسېدل، دوی د خپل پام وړ اشخاصو په ګمارلو دغه کمیسیون يوځل بيا فعال کړ.

په همدې حال کې د طالبانو له امر وروسته په کابل کې د نور او بریا خصوصي ټلویزیونونو فعالیت ودرول شو او اوس دغه دواړه رسنۍ فعالې نه دي.

ویل کیږي چې نور خصوصي ټلویزیون د افغانستان د جمعیت اسلامي د مشر صلاح الدین رباني او بریا خصوصي تلویزیون د افغانستان د اسلامي ګوند د مشر ګلبدین حکمتیار پورې اړه لري.