افغانستان

یو شمېر افغانان هڅه کوي د بې وزلۍ له امله ایران ته په قاچاقي بڼه لاړ شي

په داسې حال کې چې هره ورځ له ایران څخه سلګونه کډوال ويستل کېږي،خوا اوس هم ډېری افغانان هڅه کوي ځانونه ایران ته په قاچاقي ډول ورسوي.

هغه کسان چې غواړي په قاچاقي لارو ایران ته لاړ شي د تګ پرمهال زرګونه کړاوونه او سختۍ تېروي، په افغانستان کې د بې وزلۍ زیاتوالی او د کار نشتوالی ایران ته دتګ اصلي انګیزه ګڼي.

کلاته، چې له هرات څخه ایران ته د انساني قاچاق یوه له مهمو لارو څخه ګڼل کیږي. کلته ى نظر او موسی اباد کلي هغه دوه لارې دي چې له هغې لارې هراتي قاچاقبر ایران ته خپل مسافر اړوي.

په زرګونو مسافر چې ایران ته د تګ تکل کړى او پرځان زرګونه سختۍ او ګواښونه منلي دي.

په هرات ولایت کې د انسان قاچاقبر شاه محمود د امو خبریال ته وویل: دا سیمه له ایران سره د غځیدلې پولې ده او دې غاړې ته مسافرین او ګڼ شمیر خلک راټولیږي، کله چې د ماښام د لمانځه وخت شو، موږ لدې لارې د پولې ته ځان رسوو. په خداى توکل که د خدای اراده وه، موږ به ایران ته ځو، که نه، نو دوی به موږ ونیسي او د تايبات له لارې به مو بېرته رولېږي.”

ویل کیږي چې مسافر خپل منزل ته د رسیدو لپاره شل ساعته مزل کوي. ماشومان هم ددې سختې او خطرناکې لاره لارويان دي، یو تنکی ځوان چې پنځه ځله هڅه کړې څو ایران ته ورسیږي، خو بریالی شوى نه دى.

د هرات اوسېدونکى نظام الدين وايي: “په خداى ته معلومه ده، چې په کور کې هېڅ نه لرو، د مور او پلار لپاره کار کوو، دا پنځم ځل دى، چې ايران ته ځم، له همدې لارې تللى يم.” څلور ځله لدې لارې او یو ځل د موسی اباد له لارې.”

د دغه سفر ټول مسافر ایران د کار او روښانه راتلونکي هدف ګڼي.

د هرات ولایت اوسېدونکی نذیر احمد وايي:«زما یو ورور په ایران کې دی او بل ورور مې په کور کې دی او پلار مې هم وزګار دی. تر اتم ټولګي پورې ښوونځي ته لاړم، خو ومې نشو کړای دوام ورکړم.»

د طالبانو له بیا واکمنۍ وروسته ایران او پاکستان ته د افغانانو د مهاجرت څپو زور اخيستى.

یوه اوونۍ وړاندې د ایران د کورنیو چارو وزارت له هغو کډوالو چې اسناد نه لري خپل هېواد ته د ستنېدو غوښتنه وکړه.

د اسلام قلعه په بندر کې طالبانو د مهاجرت د چارو د ادارې د شمېرو پر بنسټ؛ په اوسط ډول هره ورځ له ۸۰۰ څخه تر ۹۰۰ افغان اتباع له ایران څخه افغانستان ته په زوره راستنیږي.

د طالبانو د مهاجرت وزارت احصایې ښيي اوس مهال له پنځو میلیونو څخه زیات افغان کډوال په ایران کې ژوند کوي.