افغانستان

په بادغيس کې د يوې ترافيکي پيښې له امله يو تن خپل ژوند له لاسه ورکړ

د بادغیس- هرات پر لویه لار په یوه ترافیکي پېښه کې یوتن مړاو لږ تر لږه ۲۴ نور ټپیان شوي دي.

د بادغيس د امنيې قوماندانۍ لپاره د طالبانو وياند صديق الله صديقي وايي، پېښه هغه مهال رامنځته شوه، چې د بادغيس په مرکز قلعه نو ښار کې يو مسافر وړونکی موټر له سړکه واوښت او چپه شو.

د هغه په ​​وينا، په دې پېښه کې يو ماشوم هم وژل شوى دى.

تر اوسه د دې پېښې کره لامل معلوم نه دى، خو د ډېرو پېښو لامل د موټر چلوونکو بې احتیاطي او د سړکونو خرابوالی بلل کېږي.

طالبانو ویلي دي چې د تیرې اونۍ د اختر په دریو ورځو کې د هیواد په بیلا بیلو سیمو کې په ترافيکي پیښو کې لږ تر لږه ۵۰ تنه مړه او ۱۸۵ تنه نور ټپیان شوي دي.