افغانستان

په هیواد کې د سیلابونو له امله د ۳۳ تنو مړه کېدل

د طالبانو د پېښو پر وړاندې د چمتووالي وزارت وايي، کېدای شي د وروستیو سېلابونو له امله د مړو او ټپیانو په شمېر کې زیاتوالی راشي.

د دغه وزارت د شمېرو پر بنسټ، د هېواد په بېلابېلو ولايتونو کې د سېلابونو له امله ٣٣ تنه مړه او ٢٧ نور ټپيان شوي دي.

له بلې خوا، وروستیو سېلابونو د هېواد په بېلابېلو ولایتونو په ځانګړې توکه په هرات کې د خیمو اوسېدونکي له ستونزو سره مخ کړي دي.

له تېرو څلورو ورځو راهیسې تر شلو ډېر ولایتونه د سختو بارانونو او سېلابونو شاهد دي.

د بادغیس، ارزګان، کندهار، تخار، زابل، پروان، ننګرهار، هلمند، کابل، خوست، دایکندي، کنړ، کاپیسا، پنجشیر، پکتیا، پکتیکا، لوګر، لغمان او هرات په ولایتونو کې د هېواد یو شمېر اوسېدونکو یا خپل ژوند یې له لاسه ورکړی او یا ورته مالي زیانونه اوښتي دي.

د طالبانو د پېښو پر وړاندې د چمتووالي وزارت وايي، ښايي د وروستیو سېلابونو له امله د مړو شویو کسانو شمېر زیات شي.

سعیده، د هرات اوسېدونکې وایی: «موږ له خپلې سیمې لاړو، بل ځای ته راغلو، موږ ته یې یوه خېمه رانه کړه چې زموږ په درد وخوري، واوره او باران ورېږي، زموږ ماشومان په واورو او باران پوښلي دي، هغه شیان چې دوی موږ ته راکړل لامده شول. خیمې مو په درد نه خوري، زموږ ماشومان او موږ ناروغان یو او موږ غواړو چې زموږ لپاره سرپناه جوړه شي.»

راضیه، د فراه اوسېدونکې وایی: «هغه کورونه چې دوی زموږ لپاره جوړ کړي دي د ناستې لپاره مناسب نه دي، باران دی، د ناستې وړ نه دي موږ په خیمو کې یو، کمپلې او نور څه نشته. زموږ ټول ماشومان ناروغه شوي دي.»

سېلابونو د هېواد په يو شمېر ولايتونو کې مواصلاتي لارې او لويې لارې تړلې دي.

د مزارشریف- سمنګان عمومي سړک یو له دغو سړکونو څخه دی، چې د ځمکې ښویېدو او سیلابونو له امله د ترافیکو پر مخ تړل شوی دی.

د رسمي شمېرو پر بنسټ، د دغو سېلابونو په پایله کې تر ۶۰۰ ډېر کورونه په بشپړه او جزوي توګه ویجاړ شوي او پر دې سربېره کروندګرو ته هم ډېر مالي زیانونه اوښتي دي.