افغانستان

د امریکا له لوري د خپل یوه غړي د نیولو په اړه داسلامي حزب غبرګون

د حزب اسلامي یو شمېر جګپوړي غړي د محمد خاورین د نیول کېدو په غبرګون کې وايي، که ښاغلی خاورین د سولې له هوکړې مخکې په پوځي عملیاتو تورن وي، د سولې د هوکړې پر بنسټ امریکا باید د حزب اسلامي غړي ونه نیسي.

تازه، امریکايي رسنیو راپور ورکړی دی، چې د محمد خاورین په نوم د حزب اسلامي یو غړی، چې د امریکا د ترهګرو په نوملړ کې شامل دی، د امریکا په تکزاس ایالت کې نیول شوی دی.

د فاکس نیوز په ګډون امریکايي رسنیو راپور ورکړی دی، چې ۴۸ کلن محمد خاورین چې د حزب اسلامي غړی دی، د تکزاس ایالت په سان انتونیوی کې نیول شوی دی.

د اېن بي سي رسنیو راپور ورکړی چې محمد خاورین د حزب اسلامی غړی دی او د هغو بریدونو مسؤول دی چې له ۲۰۱۳ تر ۲۰۱۵ کال پورې په کې ۹ امریکایی پوځیان او ملکیان وژل شوی دی.

خو د حزب اسلامي یو جګپوړی غړی امین کریم امو ته په یوه پیغام کې د حزب اسلامي د دغه غړي نیول د سولې له هوکړې سرغړونه بولي او وايي چې د حزب اسلامي ترمنځ د سولې د هوکړې پر بنسټ اسلامي او تېر حکومت، امریکا باید د حزب اسلامي هېڅ غړی ونه نیول شي.

حزب اسلامي د ۲۰۱۶ کال د سپټمبر تر ۹ مې پورې د امریکا او د هغې د ملګرو له خوا زموږ د هېواد د اشغال په وړاندې په وسله وال مقاومت کې فعال و.

د هوکړې یوه ماده دا ده چې د حزب اسلامي د هغو مجاهدینو نه څارل دي چې په پوځي عملیاتو کې ښکیل وو.

له همدې امله، که ښاغلی خاورین د سولې له هوکړې مخکې په پوځي عملیاتو تورن شي، امریکا د سولې د هوکړې د اصلي لوري په توګه باید د حزب اسلامي هیڅ غړی ونه نیسي. دا د سولې له هوکړې ښکاره سرغړونه ده.”

ځینو سرچینو فاکس نیوز ته ویلي چې محمد خاورین د ۲۰۲۴ کال په فبرورۍ کې د اېف بي آی د څار په نوملړ کې شامل شو.

یو شمېر سیاسي کارپوهان وايي، حزب اسلامي له تېرو دوو لسیزو راهیسې په افغانستان کې د امریکا د ګټو پر ضد فعالیت لري او په ځینو بریدونو کې یې ملکي وګړي په نښه کړي دي.

محمد خاورین د لومړي ځل لپاره په کالیفورنیا ایالت کې د ۱۴۰۱ کال د کب په ۱۹مه هغه مهال ونیول شو چې د مکسیکو له پولې امریکا ته ننوت.

خو د دې له امله چې د هغه په ​​اړه معلومات په بشپړ ډول د امریکا د فدرالي پولیسو لخوا غوښتل شوي کس سره یې مطابقت نه درلود، هغه په ​​ضمانت خوشې شو او د پولیسو تر څارنې لاندې و.