افغانستان

هېوادوال: د اخترونو لمانځل د پخوا په څېر فضا نه لري

د اختر د لومړۍ ورځې د لمانځلو سره هم مهاله افغانان وايي چې د دې ورځې نمانځل اوس د پخوا په څېر نه دي.

د دوی په وینا، د طالبانو له خوا لګول شوي محدودیتونه، د بېوزلۍ زیاتوالي او ناڅرګند سیاسي-ټولنیز راتلونکي په خلکو کې د ځانګړو ورځو د نمانځلو انګېزه له منځه وړې ده.

په ورته وخت کې؛ د کابل، کندهار، بلخ، هرات او غور یو شمېر اوسېدونکو آمو ته وویل چې طالبانو د څو ساعتونو لپاره په دغو ولایتونو کې مخابراتي شبکې پرې کړې دي.

له بلې خوا اروپايي ټولنې او د ملګرو ملتونو د ښځو چارو ادارې د اختر په مناسبت په جلا جلا پیغامونو کې د افغانستان له خلکو په ځانګړې توګه له ښځو سره د خپلو مرستو د دوام ډاډ ورکړی دی.

دا په داسې حال کې ده چې د اختر په لومړۍ ورځ د کابل، کندهار، بلخ، هرات او غور په ګډون په یو شمېر ولایتونو کې د څو ساعتونو لپاره انټرنیټي شبکې پرې شوې دي.

د انټرنیټ د بندیدو لامل لا نه دی روښانه شوی. طالبانو او مخابراتي شبکو په دې اړه څه نه دي ویلي.

په همدې حال کې اروپايي ټولنې، د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د ښځو چارو ادارې او د افغانستان لپاره د امریکا متحده ایالاتو ځانګړي استازي د کوچني اختر په مناسبت په جلا جلا پیغامونو کې د افغانستان له خلکو سره او په ځانګړې توګه د ښځو تر څنګ د خپلو مرستو د دوام ډاډ ورکړی دی.

اروپايي ټولنه وایی: “دا اختر دې د مینې او یووالي څخه ډک وي. اروپايي ټولنه د افغانانو تر څنګ ولاړه ده او د سوکاله افغانستان لپاره کار کوي.”

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د ښځو څانګه: “د اختر په مناسبت زموږ ژمنه دا ده چې د افغان ښځو او نجونو د حقونو لپاره په مبارزه کې د دوی تر څنګ ودرېږو”

د اختر په ورځو کې د اختر د دسترخوان هوارول، له ملګرو سره کتل او لیدل، په تفریحي لوبو کې بوختېدل او له بدګمانۍ او کرکې څخه لرې پاتې کېدل د اختر په ورځو کې د افغانانو له ټاکل شویو دودونو څخه دي.

اختر یو دیني او مذهبي جشن دی چې په ټوله نړۍ کې د مسلمانانو لخوا لمانځل کیږي. دا اختر د روژې د میاشتې پای او د شوال د میاشتې پیل دی.