افغانستان

د طالبانو مشر له ځان وژونکو څخه وغوښتل چې د پخوا په څېر دې “جګړې” ته چمتو شي

د طالبانو مشر هبت الله اخندزاده نن په کندهار کې د کوچني اختر د لمانځه په وينا کې له طالب انتخار کوونکو وغوښتل چې د تېر په څېر خپلو بريدونو ته دوام ورکړي.

د طالبانو مشر هبت الله اخندزاده ته په منسوب غږ کې، چې آمو ته هم رسېدلی، ویل شوي چې ځانمرګو بریدګرو په تېر کې د طالبانو د دښمنانو پر وړاندې ځانمرګي بریدونه کړي او د طالبانو د نظام د ساتنې لپاره باید جګړې او قربانۍ ته چمتو وي.

د طالبانو مشر ویلي دي چې « د پرون دښمن غافل نه دی» او په دې باور دی چې پر وړاندې یې باید «ودرېږي».

د طالبانو مشر ته په منسوبه ​​وینا کې د ښځو د حقونو او د طالبانو له سیاسي مخالفینو سره د تعامل په اړه هيڅ څه نه دي ویل شوي.

په ورته مهال د طالبانو د استخباراتو مرستیال تاجمیر جاوید د دوی مخالفین «ظلم، شر، فساد او فتنې» بللي او ویلي یې دي، چې د دوی پر ضد جګړه کوي.

د طالبانو مشر وویل، «د پرون دښمن غافل نه دی» او ټینګار یې وکړ چې د دوی پر وړاندې باید «ودرېږي».

اخندزاده ادعا کوي چې “د دوی نظام اسلامي دی” او ټینګار یې وکړ چې هیڅکله به د “اسلام د مسئلې” په اړه معامله ونه کړي.

د طالبانو مرستیالانو عبدالغني برادر او عبدالسلام حنفي له سیاسي کلمو لرې لنډه وینا وکړه.

د طالبانو د کورنیو چارو سرپرست وزیر په یوه پیغام کې چې د دوی د ویاند له خوا خپور شوی، ویلي چې طالب ځواکونه باید “مغرور او ناشکره” نه وي.

له دې سره د طالبانو د استخباراتو لومړي مرستیال تاجمیر جاوید په یوه پیغام کې له ځینو ډلو سره د جګړې ژمنه کړې ده.

په دې ټولو پیغامونو کې د ښځو او نجونو د حقونو، د طالبانو له سیاسي مخالفینو سره د سیاسي تعامل، اساسي قانون او د هېواد د سیاسي راتلونکي په اړه څه نه دي ویل شوي.

طالبانو واک ته له راتګ وروسته د هېواد پر وګړو سخت بندیزونه ولګول چې تر ډېره د ښځو او نجونو حقونه په نښه کوي.

د افغانستان د بشري حقونو لپاره د ملګرو ملتونو د ځانګړي راپور ورکوونکي په ګډون نړیوالو بنسټونو په دوامداره توګه په افغانستان کې له بشري حقونو څخه د جدي سرغړونو په اړه جدي اندېښنه څرګنده کړې ده.