افغانستان

طالبانو په افغانستان کې فیسبوک ته لاسرسی محدود کوي

د طالبانو د مخابراتو وزارت ویاند عنایت الله الکوزی وايي، دغه وزارت په پام کې لري چې په افغانستان کې د فیسبوک ټولنیزې شبکې محدودې کړي.

نوموړي په یوه مقاله کې په افغانستان کې د فیسبوک د بندیدو په اړه راپورونه رد کړي او لیکلي یې دي چې فیسبوک ته د لاسرسي د محدودولو لپاره یو پلان چمتو شوی خو د ده په وینا که دغه پلان تصویب او یا رد شي په افغانستان کې به فیسبوک بند نه شي.

هغه وویل چې فیسبوک او ورته پلیټ فارمونه په ډیرو هیوادونو کې بند شوي دي.

طالبانو پر فیسبوک نیوکه کړې چې د دوی د فعالیتونو پر نومونو او عکسونو یې بندیز لګولی دی.

د طالبانو د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت ویاند زیاته کړه چې د افغانستان خلک د فیسبوک له لارې د “وزارتونو او دولتي ادارو لاسته راوړنو” ته لاسرسی او ترلاسه نه شي کولی، حتی د وزارتونو ډیری پاڼې چې تایید شوي دي تړل شوي دي. د کار کولو اجازه نلري.

خو طالبانو ټینګار کړی چې د فیسبوک مواد باید فلټر شي او بیا ورته د لاسرسي وړ شي.