افغانستان

طالبانو د کابل له پلچرخي زندانه څه باندې ۴۰۰ بندیان خوشې کړل

د طالبانو د ادارې له خوا د باختر آژانس د خبر له مخې: د طالبانو د مشر هبت الله آخندزاده د حکم له مخې د کابل له پلچرخي زندان څخه ۴۰۶ تنه خوشي شوي دي.

په دی راپور کې راغلي دي، چې دغه حکم د کوچني اختر په مناسبت صادر شوی دی.

د دې راپور پر بنسټ، په دغو خوشې شویو بندیانو کې ۳۳۸ نارینه، ۴۰ ښځې او ۲۸ ماشومان شامل دي.

په دې راپور کې د دغو بندیانو د توقیف د علت په اړه څه نه دي ویل شوي.

د طالبانو له خوا د ورکړل شویو شمېرو له مخې اوس مهال د هېواد ۱۹ زره افغانان، ۲۵ بهرنيان او شاوخوا ۸۵۰ ښځې د دوی په زندانونو کې دي.