Uncategorized @ps افغانستان

د بښنې نړیوال سازمان:د پاکستان د « بهرنیانو د بیرته ستنولو پلان» د بشري حقونو له نړیوالو قوانینو «سرغړونه» ده

Photo: IOM

د بښنې نړیوال سازمان په خپل نوي راپور کې ویلي، چې پاکستان باید د «افغان مهاجرینو د غیر قانوني اخراج» د بندولو لپاره د نړیوالو غوښتني له پامه ونه غورځوي.

د دي سازمان په راپور کې راغلي: «د طالبانو د واکمنۍ پر مهال د دي مهاجرینو د باسلو په وخت کې د پاکستان د چارواکو بې رحمانه بې غوري، له بشري حقونو څخه جدي سرغړونې او احتمالي بشري ناورین ،او ناهيلی کیدل دی».

د بښنې نړیوال سازمان دا هم ویلي، چې د پاکستان «د بې اسنادو بهرنیانو د راستنولو پلان» د بشري حقونو د نړیوال قانون او د کډوالو د حقونو «سرغړونې» سره ترسره کوي او د ټولو افغان کډوالو ژوند په خطر کې اچوي.

په همدې حال کې د پاکستان حکومت مخکې اعلان کړی و چې د روژې له پای ته رسېدو وروسته به د بې اسنادو افغان کډوالو د ایستلو بهیر چټک کړي او د ددي راپور پر بنسټ به په دې بهیر کې د «تذکره (اي سی سی) لرونکي کسان هم شامل شي».