افغانستان

په غور کې د غره ښويېدو له کبله د يوې کورنۍ اووه غړي وژل شوي دي

د هېواد په لوېديځ کې د غور ولايت د چهارسدې ولسوالۍ په «خورنج» کلي کې د غره د ښويېدو له امله د يوې کورنۍ اووه غړي وژل شوي دي.

د طالبانو تر ادارې لاندې ملي ټلویزیون د سیمه ییزو طالب چارواکو له قوله خبر ورکړی، چې دا پېښه د سه شنبې په شپه رامنځته شوې ده.

ددي خبر پر بنسټ په دي پيښه کې یو کور په بشپړه توګه ویجاړ شوي دي.