افغانستان

د افغانستان نیمه فوټسال لوبډلې میانمار ته د ۴-۲ په توپیر ماته وخوړه

د افغانستان فوټسال لوبډلې میانمار ته ۴-۲ ماتې وخوړه

د افغانستان د فوټسال ملي لوبډلې په خپله دویمه دوستانه لوبه کې د میانمار د فوټسال ملي لوبډلې ته ۴-۲ ماتې وخوړه.

دا لوبه نن (یکشنبه) د میانمار په کوربه توب ترسره شوه.

په همدې حال کې د افغانستان د فوټسال ملي لوبډلې پرون خپله لومړۍ دوستانه لوبه له میانمار څخه په شپږو ګولونو وګټله.