افغانستان

د تېرو دوو ورځو بارانونو په اوو ولایتونو کې ۵۴۰ کورونه زیانمن کړي دي

د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د هماهنګۍ دفتر (اوچا) خبر ورکړی، چې د هېواد په اوو ولایتونو کې د تېرو دوو ورځو بارانونو له کبله لږ تر لږه ۵۴۰ کورونه زیانمن شوي دي.

دی وايي، د دي اورښتونو په پایله کې ۱۵۰۰ هکتاره کرنیزه ځمکه ویجاړه شوې او د شپږو پلونو او ۵۴۰ کیلومتره سړکونو په ګډون مهم بنسټونه زیانمن شوي دي.

د دي راپور پر بنسټ، د هېواد په شمال کې فاریاب، په ختیځ کې ننګرهار او دایکنډي ولایت د هېواد په مرکزي ولایتونو کې تر ټولو اغېزمنې سیمې بلل شوي دي.

په راپور کې راغلي: «دا دریم ځل دی چې په دې شمالي سیمه (فاریاب) کې له یوې میاشتې څخه په کمه موده کې سیلابونه زیانمن کیږي. په سختو بارانونو کې اوه تنه وژل شوي او ۳۸۴ کورنۍ زیانمنې شوي دي.

خو اوچا زياته کړه، چې د مې تر ١١مې نېټې پورې د سيلابونو له امله د خلکو د بې ځايه کېدو کومه پېښه نه ده ثبت شوې.

دغې ادارې همداراز ژمنه کړې چې له طالبانو سره د خپلو بشري همکارانو په همکارۍ به زیانمنو کورنیو ته مرستې ورسوي.

په راپور کې راغلي: «په شمالي سیمه کې سیلابونو په فاریاب ولایت کې نږدې ۴۰۰ کورونه سخت زیانمن کړي چې په هغو کې دولت اباد (۲۵۰ کورونه)، بلچراغ
(۱۰۰ کورونه)، ګرزیوان (۳۰ کورونه)، خواجه سبزپوش
(۱۰ کورونه) او پښتونکوټ ولسوالۍ شپږ کورونه لري.

په ورته وخت کې اوچا ځينو زيانمنو سيمو ته د لاسرسي د نشتوالي په اړه اندېښنه څرګنده کړې او ويلي يې دي، چې د بلچراغ او ګرزيوان ولسواليو د نښلوونکي پول د نړېدو له امله زيانمنو شويو سيمو ته لاسرسی نه لري.

په راپور کې راغلي: «په ایلمار سیمه کې سخت باران یو دولتي ښوونځی ویجاړ کړی، د مرګ ژوبلې راپور نه دی ورکړل شوی».

د اوچا په وينا، په دايکنډي کې ٢٣ کورونه په بشپړه توګه ويجاړ شوي او ٥٦ کورونه زيانمن شوي او پنځه پلونه او ٤٥٠ کيلومتره سړکونه ويجاړ شوي دي. د ننګرهار په ۱۱ ولسوالیو کې شاوخوا ۱۰۵ کورنۍ زیانمنې شوې دي.

د ارزګان ولایت په چهار چینو ولسوالۍ کې د سېلابونو له امله ۶۰ کورونه ویجاړ شوي او شاوخوا ۶۰۰ جریبه کرنیزه ځمکه ویجاړه شوې ده.

اوچا زیاته کړه چې په کابل ولایت کې د احتمالي اورښتونو د زیانونو ارزونه روانه ده.