افغانستان

قومي: ایران هڅه کوي «افغانستان» په یوه «ستراتیژیک ملګري» بدل کړي

د افغانستان لپاره د ایران سفیر او ځانګړي استازي حسن کاظمي قومي ویلي، هېواد یې هڅه کوي چې افغانستان په یوه «ستراتیژیک ملګري» بدل کړي.

ښاغلي قومي نن (شنبه) په کابل کې د ایران او افغانستان ترمنځ د اوبو د ډیپلوماسۍ په اړه په یوه غونډه کې وویل: د ایران اسلامي جمهوریت له افغانستان سره د خپلو اړیکو د زیاتولو هڅه کوي، دا د امریکایانو پلان دی چې د ایران او طالبانو ترمنځ واټن رامنځته کړي.

د ایران د حکومت دا لوړپوړي چارواکي ټینګار کوي چې متحده ایالات له افغانستانه «لاس نه اخلي».

هغه څرګنده کړه: «د دواړو هېوادونو اقتصادي ګټې له یو بل سره تړلي او د زیربناوو نښلول به د دواړو هېوادونو د ګټو د یوځای کولو لپاره تر ټولو ښه کار وي».

د ښاغلي قومي، په وینا هرڅومره چې په افغانستان کې اقتصادي وضعیت خراب شي، ایران ته د مهاجرینو سیلاب به زیات شي او داعش به له بې وزلۍ څخه د زیاتو کسانو د استخدام لپاره کار واخلي.

ښاغلي قومي وویل چې دا شرایط نه د ایران او نه هم د طالبانو غوښتنه ده او زیاته یې کړه چې له همدې امله «ایران او افغانستان» هڅه کوي چې له یو بل سره لا زیاتې همکارۍ او اړیکې ولري.