افغانستان ورزش

د افغانستان د فوټسال لوبډلې میانمار ته ۶پر۱ ماتې ورکړه

د افغانستان د فوټسال ملي لوبډلې په یوه دوستانه لوبه کې د میانمار فوټسال لوبډلې ته ۶پر۱ ماتې ورکړه.

په دې لوبه کې د افغانستان له لوري حسن حسیني، علي جعفري، امید قنبري او سید مجتبی حسیني هر یوه یو یو ګول ترسره کړ او فرزاد محمودي هم د هېواد د ملي لوبډلې لپاره دوه ګولونه ووهل.

دا لوبه په میانمار کې ترسره شوه او د روان کال د آسیايي هېوادونو د فوټسال کپ لپاره د دې هېواد د فوټسال ملي لوبډلې د چمتووالي یوه برخه شوه.

ټاکل شوې د افغانستان د فوټسال ملي لوبډله د تاجکستان، سعودي عربستان او چین له لوبډلو سره هم دوستانه لوبې وکړي.